نکريزې
دا هم پيکه وختې
ما د اختر په شپه کې
ستا په نامه په لاس نکريزې ايښي
ما ستا د ښکلو غزل تورو نه د شنو نکريزو
په شينکۍ پاڼوڅو د مينې
دايمان مستې وږمې خورې دي
ما مې د زړه په وينو
دلاس د کرښو د قسمت په لاره
د ارمانونو سرې غوټۍ کرلي
ما مې د اوښکو د رڼو پرخو
اوبه ورکړي
په کې يو څو ټکي مې
د پاک قران په بسم الله ليکلي
د (ر) په څنګ کې مې بيا ټکی نن د(پ) وليکه
رپ مې د سترګو ترينه جوړ پاس په بڼو مې ځای کړ
يو څو دعايې مې د اوښکو د لښتي څپې کړې
ما ويل چې اوس به مو ګلونه د ارمان
په غيږ کې و غوړيږي
خوږې وږمې به مو د مينې په کې و ټوکيږي
ما يې کتو ، کتو کې سترګو نه باغچې جوړې کړې
خو داسې نه شوه خانه
نه خو کوم ګل وټوکيد
نه خو وږمې خورې شوې
07.09.2010
- اريوب
بله شپه او ماشوم ته د قیصې پاتې برخهستا بيګا شپه ګلورينهد قيصې په نيمايي کېښکلې سترګې وې ورغلېشپه پخه وه ستوري هم دومره خمار ووتا به ويل چې به راغورځيماته هم خوب غلې غلېله ناز ډکې ټالۍ راکړېزه دې هم خوا کې اوده شوماوس به بيا درته هماغه قیصه پيل کړمه ګلرنګهخو پوهيږم نه چې ته به د قيصې په کوم پړاو کې اوده شویځه کارغه نه به ېې پيل کړمچې د زرکې غاړې وړی ترې جهان و...
13.09.2010
- اريوب
مسافر پلار
راشه كړه جامى بدلې خلق اختر ته خوشخاليږېجامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږېدامنم مورې اختر دى د دنيا خلك خوشخال دىزه په شان لكه يتيم يم په ما خاورې راوريږېتير اختر كى راسره وڅومره خوند څومره مزې وىنن هغه مهربان نه شته په پرادې وطن ګرځيږېجامى نه بدلوم مورې مسافر پلار مى ياديږېزما خيال او فكر واړه دخپل پلار په غم كى غرق دىنن مى سخت زړګې خفه ده زړه مى درد كوى خوږيږېمورې پلار به مى اوس هم زموږ يادونه...