غلا

ملګرو دا يوه پوښتنه کوم

زمونږ په ښار کې

 د جزاء قانون کې

د غله سزا څه شى ده؟

ځکه چې زه په چا دعوه لرمه

چې په غلچکو سترګو يې

له ما نه زړه غلا کړى

يادګيرنه

نوموړى آزاد شعر  د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى