شومې شپې

مونږه تړي كړۍ كړۍ دي لومې لومې شپې دي
د درد لمبې زېږوي ښې را ته مالومې شپې دي

كه تورې تورې پښې يې هر څومره په شونډو ښكل كړو
رنګ د جانان د څڼو نه راوړي څه شومې شپې دي

وايي دوه ستوري سره غېږ په غېږ شي سوال قبلېږي
اى تور پړونې بوډۍ! وايه هغه كومې شپې دي؟

هغوى خو تل زمونږه قتل ته لمنه وهي
هغوى چې تاسو ته پر پښو رغړي مظلومې شپې دي

زمانو ډيرې د رڼا پيڅې په خولو كې وركړې
خو پېغلې نه شوې لا همغسې ماشومې شپې دي

تور ومه سپين يې كړم جلانه چې يې ولمانځلم
د يو چا تورې تورې سترګې هم معصومې شپې دي

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼواتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.