اسلم بيګ دانشمل، آريوب ګل غونډۍ
د ګډکړ پر شونډو څاڅکي
دا چې صنم ته زړه کې ځاي ورکوم
نو خود به غم ته زړه کې ځای ورکوم
ستا سپېنې اوښکې شمارم داسې اشنا
کله زم زم ته زړه کې ځای ورکوم
زما د زړه په لارو ګرځه یاره
ستا هر قدم ته زړه کې ځای ورکوم
کله مې وژني کله ژوند راکوي
درد او ملهم ته زړه کې ځای ورکوم
دانشمل يار له نعمو کم نه ګڼم
خوږ ترانم ته زړه کې ځای ورکوم
غزل
ملخ دې کله ګل بهانه جوړه شي
زړه مې شي بلبل بهانه جوړه شي
ستا لکه امريکا نظر زما زړه کې
پاک لکه کابل بهانه جوړه شي
ستا د مخامخ راتلو نه ځار اشنا
ماته دغزل بهانه جوړه شي
باد ستا په حورو زلغو کې وناڅي
زلفې دې څنډل بهانه جوړه شي
شه بنګړې دې ماته ګرانه پخپله کړي
ستاپه دانشمل بهانه جوړه شي
شيخ زايد پوهنتون
محمدرفيق ريحان، ګرديز
غزل
راغلې! رانه هير کړه خزانونه که سپرلي وي
جګې جګې ومنه سوالونه که سپرلي وي
نن مې د ټټر په ځمکه ښه کرونده وکړه
ښه متوجې کړه نظرونه که سپرلي وي
دا سپيره ګردونه د خزان ښه لرې يوسه
تاو کړه رانه چار چاپير ګلونه که سپرلي وي
شکل د خزان له کنډؤ واړوه چې ورک شي
ګل ګل سينګار غواړم چمنونه که سپرلي وي
پيغلې هم والله چې د ګلونو په آرمان دي
ورکړه چې شعري ډک کړي اوربلونه که سپرلي وي
ژر ژر بواڼو واګمو سره مې په وطن راشه
وبښه وطن سره رنګونه که سپرلي وي
دومره بدې وستايم چې ځان ته به غاره شې
ستړي به مې خپل کړم قدمونه که سپرلي شي
کله که خوشبو دي د ريحان خوره په هر خوا شي
را به په خزان شي قيامتونه که سپرلي وي
محمدانور تبسم
توصيه
چاربيته
هوښيار اوسه پښتونه! بيدار اوسه پښتونه!
ترڅو به تيندکونه خورې تيارونه را بهر شه
د جنګ نه لاس په سر شه
ترڅو به ناقرار وې تر څو به خوار زار وې
ترڅو به ستابه سر باندې د نورو واکمني وي
ترڅو به ځانځاني وي
ترڅو په دا حالت وي ترڅو په جهات وي
د جهل د تيارونه د رڼا لورې ته ورشه
د جنګ نه لاس په سر شه
ترڅو په وې مغروره د پلار نيکه په توره
ته هم ځان کې همت لکه د پلار نيکه پيدا که
د ژوند تيارې رڼا که
نن خپل کور کې هم تنګ يې پخپلو وينو رنګ يې
پراخ دې سرحدونه وو لږ خپل ځان نه خبرشه
د جنګ نه لاس په سر شه
يو لاس شه يو قوت شه په ټينګ عزم اوچت شه
لمسون دۍ د پرديو چې په کور کې دې اوربل دی
هميش پکې غوبل دی
تقسيم په لروبر شوې جداجدا لښکر شوې
کابل نه تر خيبره یو آواز شه يو لښکر شه
د جنګ نه لاس په سر شه
کارواخله حوسيلې نه د عقل اسليحې نه
اوس وخت خو تبسمه! نه د تورې نه دډال دی
دا دور د کمال دی
نظر وکړه نړۍ ته الوت کوي سپوږمۍ ته
وخت سره قدم واخله ملګری د هنر شه
د جنګ نه لاس په سر شه