غزل
توره تغمه د تور اوربل زما په زړه يې راکړه
يوه خولګۍ مې ترينه غوښتې وه خو نه يې راکړه
له حيا تکه سره ،خولې ،خولې شوه سره غرمه شوه
لا ښايسته شوه ښايستوکې تلوسه يې راکړه
زه د جانان په عادت ښه پوهيږم ښه پوهيږم
پلمه به هم راکوي ځکه چې وعده يې راکړه
چا ته چې ما وه د ژوندن ټوله خوښي ورکړې
هغه جانان هم زړه سوى ونکړ دوکه يې راکړه
زمونږ د چم ګودر ته ښه مسته دوعا وکوئ
چې داسې ښکلې او حسينه پښتنه يې راکړه
په زلميتوب يې بوډا کړى وم . زلمى يې کړم چې
لکه اوبه د زم زم تکه سپينه خوله يې راکړه
د سترګو رپ رپ کې کتاب کتاب خبرې کوي
نن مهربانه شوه د مينې فلسفه يې راکړه
له تورو زلفو نه مې غوښتې وې وږمې د مينې
خوپه بدل کې يې دار راکړو زولنه يې راکړه
د نغمو ښار کې يې شتمن کړمه غريب انديښمن
ځار له مسکې جانان مسکۍ غوندې نغمه يې راکړه
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى