غزل
چې وي پښتون او په خپل ننګ توره اوچته نه کړي
يا د ظالم سره په جنګ توره اوچته نه کړي
يا د خپل قوم د آزادۍ د سر لوړۍ له پاره
په سپين ډګر او په غورځنګ توره اوچته نه کړي
بياخو پښتون نه دى پښتون ورته ويلاى نه شي
چې د غليم مخ کې په شرنګ توره اوچته نه کړي
روح د خوشحال څنګه آرام څنګه سکون بيدا کړي
پښتون په سر چې د اورنګ توره اوچته نه کړي
وخت به قايل نه شي تر هغې د پښتون وقار ته
چې د ابدال د وحدت زنګ توره اوچته نه کړي
ددې شکمن وخت دا شکونه به مات نه کړي پښتون
چر لراو بر په هر کړنګ توره اوچته نه کړي
ددې ميوند د ملالۍ تاريخ به څوک ژوندى کړي
چې پښتنه مو په پالنګ توره اوچته نه کړي
چې د ټوپک په ځاى په لاس ورته قلم ورکوي
بيا چې مې قوم په دې ملنګ توره اوچته نه کړي
ورته دوعا کړه انديښمنه د وحدت او علميت
چې يو اوبل ته څنګ په څنګ توره اوچته نه کړي
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى