غمازګره سوله
غواړم تخيل ته مې دشوخو نازو رنګ راوړم
اور شه چې غزل ته مې نوښت راوړم اهنگ راوړم

څه ساده انسان يم كشماليو پسې لاړ شمه
پوه نه شم چې بيرته راځم غيږې غيږې بنګ راوړم

بيا يوې تور پړوني نغمه ګرچم را خاموش كړلو
ځم د لمر مطرب نه د جلوو د رباب ترنګ راوړم

ستا دهنرمند نظر وړوكى شان شاګرد خويم
ځكه دمين احساس ورغوي باندې چنګ راوړم

اى! وچې موسكا كې مې د وير لكيرې ولوله
اوس هم انځورونه د دردونو د كړنګ راوړم

اوس چې غماز ګرې سولې زړونه را تړلي دي
خدايه د څلورو ګلو منځ ته څنګه جنګ راوړم ؟

غشى د اوبو چې مې د زړه پر غرمه وګرځي
ماتې ماتې اوښكې د نظر د جام په څنګ راوړم

سوال كوه جلانه چې د مينې پسرلى شمه
تا ته به دعا هم د سندرو له ملنګ راوړم

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.