غزل
د درد په ګـــــوتو مــــــې پــــــه زړه کــــې پــــرهــــــــــــر وخنــــدوي
چې مـــې جـــانــــان لــــه ډيــــــــــــــره کبـــــره نظــــر وخـــــــــندوي
ايــــمان ميـــــن شـــــــوى زمــــــــــا پــــــــــــــــه پيغمــــــبره ښـکـــلا
ځکـــه د ستــــرګــــو سيپـــارې پــــه پـــــر، پـــــــــر وخنـــــــــــدوي
د اوربل شوپو کې يې سپين مــخ ښکلى جــــلوې داســې کړي
لکـــه سپيـــــــده د شـــــپې زړه پــــرې کـــړي سحـــــــر وخندوي
د زړه کعبـــــــه د بت پرستــــو حکـــومت لانـــــــــــــــــــــــــدې کړه
خــــــداى (ج) خــــو دې زرپکـــــــښې ابن اذر وخنــــــــــــــــــــدوي
پريږدئ ظالم جـــــــانان په دې بــــــه يــــــې زړګــــــــى يخ کيږي
چې مـــــې د زړه پــــه پرهـــــــارو کـــــې خنــــــــــجر وخنــــــــدوي
ديــــــوانو وړې د خنـــــداښـــــــاپيــــــــــرۍ څوک لــــــــــــــــرو نور
چې مــــو د کلي چـــــــنارمست کـــــــــړي ګودر وخــــــــــــــندوي
شمعـــــې د اوښـــــــــــکو بلــــــــــــــومه د دوعـــــــــــــــا په زيارت
که خــــــــــداى مې رحم پر مــــــــــــــا وکړي دلـــــبروخــــــــــندوي
دچـــــــــا دعشـــــــق امام مــــــــــې راشي د زړګــي د جومات ته
د عشـــــق په ښکــــــلو ايـــــــــاتو مـــــــــې ممبـــــــــر وخنـــــدوي
تودې توبـــــــــــې د انديښمـــــن په شونډو لـــــــــولپـــــــــه شي
ښکلى ســــــــــــــاقي چې ډک د ميــــــــــو ســـــــــــاغر وخنـدوي
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى