ستا د مينې وهم
لکه په سرو ګلو چې سمه سره لمبه تيره شي
ستا بيلتانه کې په ما داسې رنګه شپه تيره شي
په وير لړلې هيلې وژاړي په چيغو چيغو
چې د زلمي ارمان مې کله جنازه تيره شي
کله به راشي د وصال هغه څپانده سيلاب؟
چې په ما خوار د هجر دغه تلوسه تيره شي
دا ستا د مينې وهم هسې بوګنولى يمه
لکه په ووړ ماشوم چې لويه حادثه تيره شي
بيا به توبه توبه ونه وايې قسم درته خورم
چې دې په مخ کې د ساقي د لاس پياله تيره شي
چې نه راځې خير دى وعدې خو کړه چې دربه شمه
چې ستا په تمه مې د ژوند هره شيبه تيره شي
چې مې فطرت هم د رندۍ او ته ښه پوهيږې
شيخه څنګه به مې شونډو کې توبه تيره شي
درته ښکاره چې کړم د وخت ستم او خپله مينه
ستا به په خيال کې د فرهاد د عشق کيسه تيره شي
د بيلتون شپه چې د غمونو او دردونو شپه ده
په انديښمن باندې به وايه څنګه ښه تيره شي