د عشق  ځلور  لارې

خمار ومه خمار وم تر خماره خمار  لاړم

نګاره ستا له څنګه ان تر داره خمار لاړم

د عشق له څلور لارې مې کړه داسې لاره غوره

چې ټوله په چړو وه خو تر ياره خمار لاړم

د زلفو په ځنګل ګديدل دومره اسان نه وو

هر تار خمار خمار وو تر هر تاره خمار لاړم

خوبان يې تنده غرو ته کتو کې پيالې ويشي

له دا رنګه ميګون او سخي ښاره خمار لاړم

په دې نيت چې دې ګل ، ګل اننګيو ته رنګ راوړم

سپرغۍ سپرغۍ ماحول  وو تر بهاره خمار لاړم

دې پورې چينګۍ ته مې څو ځلې تنده وړې

تر پورې دې ګودره نر چناره خمار لاړم

تر دره دې  در تلل که د مرګي تر سيوري تلل وو

خو بيا هم په خندا  د ستا دپاره خمار لاړم

د مينې په خوند هله انديښمن ملګرو پوه شوم

په تور چې يې له کوره تر سنګساره خمار لاړم

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى