دوې همزولې پيغلې
واه واه د خندا په توره وار كوي زړه ورېبي
دا خو عجيبه د هنر كار كوي زړه ورېبي
يا د اداګانو جادو ګرې جامې واغوندي
بيا خو خامخا سينې ته لار كوي زړه ورېبي
ګرانه ستا اوبلن نظر چې ستا پر اننګو ساز شي
لكه تود ګبين له خوږو تار كوي زړه ورېبي
دوې همزولې پيغلې په يوه رنګ د يوې كوڅې
بس د شيبو سيوري ته سينګار كوي زړه ورېبي
ستا ساده جانان ساده اجل جلانه پام دې وي
كله كله يونيم خوى هوښيار كوي زړه ورېبي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
05.12.2009
- اريوب
آريانا حق پال
ښځه اوس هم مظلوه ده
څرګنده ده چې د جهالت په دوره کې ښځه د الله تعالی مظلومه بنده وه، په ټولنې کې به يې ورته په ډېر سپک نظر کتل، په کورونو کې به له بنديانو نه هم ورسره بده رويه او چار چلند کېده، د رايې مشورې، تنقيد او احتساب حق يې نه درلود، د ژوندانه په يوې برخې کې به هم د هغې شهادت نه منل کېده ان تر دې چې ښځه به يې له پيدايښت سره سم ژوندۍ په قبر کې ښخوله.دغه ننۍ دوره جهالت دوره نه بلکې د تهذيب او پرمختګ دوره بلل کېږ...
06.12.2009
- اريوب
د عشق ځلور لارې
خمار ومه خمار وم تر خماره خمار لاړم
نګاره ستا له څنګه ان تر داره خمار لاړم
د عشق له څلور لارې مې کړه داسې لاره غوره
چې ټوله په چړو وه خو تر ياره خمار لاړم
د زلفو په ځنګل ګديدل دومره اسان نه وو
هر تار خمار خمار وو تر هر تاره خمار لاړم...