دسپيڅلي څښتن په پاک نوم


خنډ او ځنډ
سرليکنه


د ژوند په چاره کې چې خنډ رامنځ ته شي. نو له ځنډ سره مخ شي. کله چې کوم توليدات د خرڅلاو لپاره بازار و نه لري. نو له زياتو ستونزو سره به مخ کېږي. کله د نړۍ پر مخ تللي هېوادونه چې په دې هڅو کې دي چې د خپلو توليداتو لپاره د خرڅلاو بازار پيدا کړي که کوم هېواد د بازار په موندنه کې پاتې راشي په دننه کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان کېږي. توليدات يې کمېږي او ورو ورو له منځه ځي. همدا حال په افغانستان کې د چاپي رسنيو هم وي. د بيلګې په ډول تېر کال موږ ډېرې چاپي رسنۍ درلودې چې د خلکو د هنونو په روښانه کولو کې يې فعاله ونډه درلوده.
خو نن د اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د چاپ توان يې له لاسه ورکړی که له يوه پلوه دغې رسنۍ د چاپ توان له لاسه ورکړی له بله پلوه يې مسؤله اداره هم دومره زړه ماتې شوې ده. چې بيا به یې داسې چارو ته لاس ور ورنه غزېږي. چې دا ستونزه تر ډېره د رسنيو وړيا ويش رامنځ ته کړی دی تر څو چې دا وړيا ويش زموږ تر منځ دود وي. او له منځه لاړ نشي نو موږ به له داسې ستونزو سره مخ کېږو. قدم په قدم به مو خېجې چاپي رسنۍ د چاپ توان له لاسه ورکوي. په ټپه به اودرېږي.
او هم اشخاص چې له رسنيو سره مالي مرسته کوي هغوی هم ستړې کېږي له بيا بيا غوښتنو يې سرونه درد کوي. نو دا ستونزه هغه وخت له منځه ځي چې کله موږ د خپلو توليداتو لپاره بازار پيدا کړو او خپلو مرسته کونکو ته دا قناعت ورکړو چې له موږ سره د نقدي مرستو پر ځای زموږ توليدات را څخه واخلي دويم دا چې له وړيا ويش څخه په کلکه ډډه وکړو نو ممکنه ده چې زموږ رسنۍ به د يوې اوږدې مودې لپاره د کار کولو

ظر فيت ولري.


په همدې هيله
په درنښت
اداره