غزل

وګوره اوښبه راوړى بار د ګلابونو دى

خوب وينم بلبله وايي وار د ګلابونو دى

غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرکس روان

بس باچا ګلاب دى او ټول ښار د ګلابونو دى

تللى هغه وخت چې تار د ديم يې وو د تر څانګو تاو

وايي د ژوندون سره اوس تار د ګلابونو دى

راغله بلبلکه پر هندارو يې وزر موښل

ځان په کې ګوري پر غبار د ګلابونو دى

خواکې يې راشين شو تر کړۍ يې څانګې څانګې تاو

دار که خونړى وو خو نن يار د ګلابونو  دى

دواړه په لانجه وو خو شاعريې  شو تر مينځه بريد

شپه د سپينو ستورو شوه سهار د ګلابونو دى

وګورئ کاروان ته له نغمو يې وږمې راغلې

دا سړى شاعر نه دى عطار د ګلابونو دى