سپينه کعبه
ما په لمن پورې ښه سم د مينې تور نيولى
ځکه مې زړه د وير په اور باندې نسکور نيولى
واوره ! د دهر له ستم نه درته سر ټکوم
زما مين زړه يې د هجر په تنور نيولى
د عقيدې فصل يې په يو شړک راته وريبلو
يو پدري لاس زمونږ ړستوڼى زمونږ لور نيولى
زما د سپينې کعبې سپين تاريخ ته اور اچوي
د ابليس زوى لاس کې د سرو فسادو اور نيولى
خدايه ! د ستاد غذبونو ابابيل چرته دي ؟
دا ځل تور تلي ابرهاء د حيدر کور نيولى
ددغو خلکو د دوستۍ په يون پوهيږې کنه ؟
د لاس په ځاى يې په ړستوڼي کې منګور نيولى
د پريشانۍ له اسرايلو درته دومره وايم
زما د ذهن فلسطين يې په شنه زور نيولى
ستا انديښمن يې هم د ستا په شان همدمه زما
د خداى مخلوق سره د مينې په پيغور نيولى
يادګيرنه
دا غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) نومې ټولګې اخيستل شوى دى
12.04.2010
- اريوب
دغازي پير محمد خان (ترکي)لنډه پژندنهغازی پير محمد خان دمعذولله خان زوي .سخي مرتضي خان لمسی او د اولخيلوپه درنه کورنۍ کي په 1261هجري قمري کال کي زيږيدلی.نوموړی غازي دغزني ولايت .دګيلان ولسوالۍ اوسخي مرتضی خان په کلاکي زيږيدلی او اوسيدلی.او ډير پرهيزګار،.زړه ور .نيک خويه. زړسواند او له خلکوسره به يی ډيره ښه ناسته او و لاړه کوله .نوموړي دوخت له ديني علماوو نه ښايسته ډيريې زدکړې کړې وې.دى د ليک او لوست خاوند وو. دامير عبدالرحمن خا ن په وکدارۍ کې يې دفراه لوی ولسو...
15.04.2010
- اريوب
غزل
دمئينتــــــــوب کيسې تاچــــــــــاته وکړې؟اوکه غماز ټولې دنيـــــــــــــا ته وکـــــــــړې؟پرون هم پېغــــــلې په ګــــــــــــودر غږېدېولې خفـــــــــه ښېرې يې مـــــــــــاته وکړېلکه يې وږمووجـــــــــــــود وي ګل او هواداسې مې خيـــــــــال کډې بيديا ته وکړېدطراوت اوښــــــــــکې...