دغازي پير محمد خان (ترکي)لنډه پژندنه

غازی پير محمد خان دمعذولله خان زوي .سخي مرتضي خان لمسی او د اولخيلوپه درنه کورنۍ کي په 1261هجري قمري کال کي زيږيدلی.
نوموړی غازي دغزني ولايت .دګيلان ولسوالۍ اوسخي مرتضی خان په کلاکي زيږيدلی او اوسيدلی.او ډير پرهيزګار،.زړه ور .نيک خويه. زړسواند او له خلکوسره به يی ډيره ښه ناسته او و لاړه کوله .نوموړي دوخت له ديني علماوو نه ښايسته ډيريې زدکړې کړې وې.دى د  ليک او لوست خاوند وو. دامير عبدالرحمن خا ن په وکدارۍ کې يې دفراه لوی ولسوال دنده په ښه ايماندارۍ سره ډير وخت پر مخ بيوله چی له همدې دندې ورسته تقاعد اوپه82کلنۍ کي دفرضي حج لپاره مکې مکريمې ته ولاړڅرنګه چي هغه وخت ترانسپورتي اسانتياوې نه وې نوموړي په دونيم کاله کي حج تر سره کړ. نوموړي غازي دسمي له ملي لوبي نيزه لوبي(نيزه بازۍ)سره ډيره مينه درلوده .اوښاغلی دترکو دقوم په مشرۍ يو ځل دزابل شاجوى اوبيادغزني په ناني سيمه کي له انګريزانو سره ښه په ميړانه جنګيدلی چی دلومړۍ جګړې يادونه يی په (سراج التواريخ) او (افغانستان درقرن 19)کې شوي.
کله چی په 1296هجري کال کيې انګريزانو د افغانانو له خپل منځی شخړو په ګټه دپښتنی سيمو له لوري پر افغانستان تيری وکړ اودې شاجوى پر سيمه يوه درنه جګړه وشوه چې مشري يی غازي پيرمحمد خان کوله په دې جګړه کې د صاحب خان ترکي په ګډون ډير مجاهد افغانان شهيدان اودغازي پيرمحمد خان لاس هم شهد شو .خو يرغلګرو ته يی هم سخته ماتې ورکړه او تر کندهار پوري يې پر شا وتمبول . له جګړې ورسته دترکو مجاهيدينو دجګړې له ميدان نه دنوموړي غازی لاس اوتوره راوړل اوشهيد شوی لاس يی په پلرنۍ هديره کي خاورو ته امانت وسپارو.

دجګړې ميدان ته نيږدې دسدوزي نومی مجاهد په کو رکې په داسي حال کې چی دنوموړي غازي تر لاس وېنی بهېدې اوناستو خلکوته ېی دجګړې په اړه څرګندونې کولې لاس يې په خوټېدلو غوړو که نيولی چی تر څو کباب او وينه يې ودرېدله اوبيا د خپلې سمې(ګيلان) پر لور راروان شو . څه وخت ورسته مصنوعي لاس دوخت کسبګرو ورته جوړ کړ چې په ورځنيو چارو اود اس سپرلي کې به يې ورنه کار اخست.
غازي پير محمد خان دظالمانو په وړاندی سپر اودبيوزلو سره دهر رازمرستې نه ځان نه سپماوو. دخېر او ښګڼې په چارو کې به يې هيڅ وخت ځان نه شاته کاوو چې له دې امله يې په خلګو کې د ډیير محبوبيت موندلی و. او دسيمې وګړو ورته (اغالالا) لقب ورکړی وو.
نوموړي غازي په 1349هجري قمري کال کې د88 کالو په عمر له فانی نړۍ نه سترګی پټي او په خپله پلرنۍ هديره کې خاور ته وسپارل شو.
ديادونې وړده هغه شهيد شوی لاس چې53کاله وړاند له انګريزانو سره په جګړه کې شهيد شوی اوامانت خاورته سپارل شوی و همداسي روغ رمټ پاتي او دديني علماوو په لاښونه بيرته له خاورو راويستل شو اوله نوموړي سره يوځای خاوروته وسپارل شو.
له دې قهرمان غازي څخه درې زامن پاتي شوو چي هر يو يې په ميړانه .پرهيزګارۍ اوزړسوي کي تر نوموړي ټيټ نه وو.مشرزوى يې حاجي يارمحمد خان .دوهم چي ديني زدکړي يې کړې وې ملا محمد واعظ اودريم زوي يې حاجي محمد انور خان نومېده .
دنوموړي هغه مصنوعي لا چی ورڅخه يې دژوند په چارو کی کار اخست دحاجي محمد انورخان لخوا دکابل موزيم ته وسپارل شو اووطنوالو ته دغازيانو دسرښندنو اوخپلې مينې ساتلو د يادګار په ډول دغزني په غرفه کي کښودل شو
ددې اتل غازي اتلولي په پښتو ولسي ادب کی هم ځان ته ځانګړی ځای لري چې يوڅوبېلګې يې په لاندې ډول دي .
دښوځوانانو صفت کړم اول به ځان يادوم
لاس چی شهيد شو بيا به ګوډ پير محمد خان يادوم
پيرمحمد و ننګيالی تره کي قام کې
لاس يې شل شو دغزا په نوم نښان کې
توريالی و ننګيالی اوجنګيدلی
څوژوندی و عزتمند په هر مکان کې

 

ليکوال محمد رفيق (عزت)