غزل
چې مستو مستو بهارونو غيږې خلاصې کړلې
وږمې خورې شوې سرو ګلونو غيږې خلاصې کړلې
بلبل د سوز او د ګداز په چيغو بيا راغلى
وايي سره ګل د ديدنونو غيږې خلاصې کړلې
فرياد، فرياد هره نغمه هره سندره شوه زما
چې مې په خوږ زړه کې دردرونو غيږې خلاصې کړلې
د اميدونو ښاپيرۍ راغلې زمونږ کلي ته
ځکه خو سوولو زړونو غيږې خلاصې کړلې
خړوب ، خړوب مې شوه په وينو د زړګوټي سحرا
ستا هر نظر ته مې زخمونو غيږې خلاصې کړلې
لکه چې بيا دې انديښمنه کوم ارمان شهيد شو
چې ستا دې سوو غزلونو غيږې خلاصې کړلې
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
22.12.2009
- اريوب
بسم الله وايه په خوله ټپه او مهين لاس چې په چمبه لګوېدا خو ګلاب زما د ژوند په ګريوانه لګوېپى مخي مخ كې د غصې كرښې ساده جانانه!څه تور خاپونه دجنت په ديواله لګوېمنم چې ما به د جانان په نامه نه بولې ته بيا د نظر منګولې ولې مې په زړه لګوې ؟د ترنم دا ژوبله ژبه مې راوړې ځكهوايي چې ته پرې د موسكا خواږه ډېر ښه لګوېته كه هر څومره جامې واغوندې د وركو شيبولكه هنر مې داحساس په شونډو خ...
28.12.2009
- اريوب
دروند سيوری وويشت د مرګ کاڼو له کاله مو لوی ور ولوېدودروند سيوری د پلار مې هم خالقه له سر ولوېدواوس د ژوند اغزنه کږلېچنه لار لا ګرانه شوهيوړم د تيارو ګرداب له لاسه مې لمر ولوېدواوښکو مې د زغم د دېواله ډډه ورسته کړلهړوند شومه له سترګو مې روڼ اندی نظر ولوېدوامر دی دخدای چې مور او پلار يې رانه واخيستلزور راکوي دا په ستړي غږ مې خنجر ولوېدوداسې جلان پړمخې نسکور د درد څپېړو کړو...