دروند سيوری

وويشت د مرګ کاڼو له کاله مو لوی ور ولوېدو
دروند سيوری د پلار مې هم خالقه له سر ولوېدو

اوس د ژوند اغزنه کږلېچنه لار لا ګرانه شوه
يوړم د تيارو ګرداب له لاسه مې لمر ولوېدو

اوښکو مې د زغم د دېواله ډډه ورسته کړله
ړوند شومه له سترګو مې روڼ اندی نظر ولوېدو

امر دی دخدای چې مور او پلار يې رانه واخيستل
زور راکوي دا په ستړي غږ مې خنجر ولوېدو

داسې جلان پړمخې نسکور د درد څپېړو کړو
ته وا باراني طوفان کې خرپ شو نښتر ولوېدو

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى