زه درته توره اخلم

زه درته توره اخلم
يوه ورکوټې ښاېستوکې شنه بخونه توره
چې هره کرښه کې يې
زمونږ د کونډو يتيمانو او د بورو ميندو
دورکو ورکو قسمتونو
او بې رنګه اوښکو
د مخ حجاب پرانيزي
چې د شهيد د زړګي ورک ارمانې
د کوم ښامار د ژامې غاښ مات کړی
چايې د زړه په غوښو
دبېلتون داغ پرې ايښی
زه درته توره اخلم
ته راته وليکه چې
چې هر يو ټکی دې زما د شهيد ورور د وينې
د سرخ روی يې زېری وي
رنګ د غيرت او لېونۍ مينې وي
د شهادت او سر لوړۍ مېنې وې
زه درته توره اخلم
ته راته وليکه چې
د بورو ميندو ژوبلواوښکو ته مو
سره اننګي د سرو ګلونو غواړو
مونږ د غاټولو سره جامونه غواړو
په هر سهار کې د بلال د ترنم خواږه ځوږونه غواړو
په شين اسمان کې د سپوږمۍ وړانګې زرېنې غوارو
زه درته توره اخلم
ته راته وليکه چې
چې مونږ پياوړي يو پېاوړی مو ولس غواړو
مسلمانان يو کور کې سوله او صفا غواړو
زه درته توره اخلم
يوه ورکوټې ښاېستوکې شنه بخونه توره
خو معتبره د قلم په نوم ځيرکه او زړه وره توره
زه درته توره اخلم