پيغله لمنځه
چې ســــــــتا په ګلورين مخ مــــــې نظـــــــــر پريوتــــــى دى
نو غـــــــم مې په زړګــــــي لکـــــــــــه د غـــــــــر پريوتــى دى
ســـــــتا سترګو که يې ګـــــــورم لټوم يې کـــــــه پيداشــي
زړګـــــــــى رانه د عـــــــــــــشق په سمــــــــــــندر پريوتى دى
حاجيان مې د نظر نه پريږدي ســــــــتا د مـــــــــخ تواف ته
اوربل دى په کعبـــــــــــــــــــه د مخ کافـــــــــــــر پريوتى دى
نه شــــــــــــور لري نه شرنګ لري چنار خفه ښـــــکاريږي
څه تـــــــــــــندر مو د کلــــــــــــي په ګودر پريــــــــــــوتى دى
يوه پيغله لمنځه ژاړي ورته وير کــــــــــوي فريـــــاد کړي
د غم په تــــــــــــــبره غوڅ شـــــــــــــــوى نښـــتر پريوتى دى
دا ښــــکلي په هر چا باندې همـــــــدومره ښه لګــــــــيږي
که يـــــــــو يې زما په زړه بانـــــــــــدې اثر پريــــــــــوتى دى
د مصر زليــــــــــــخا به درته دين پريــــــــــږدي يوسفـــــــه
په مخ کې چې ســـــــــتا نور د پيغمــــــــــبر پريوتــــى دى
اخ زر شـــــــــــــــه زلفې څــــــــــــــنډوهه رڼــــــــــا راکړه رڼا
د ژوند کلى تياره دى پکــــــــــــــــښې لمــــــــر پروتى دى
حالاتــــــــــــــو چې د غم کاڼـــــــــــــې هوا ته پـــــــورته کړى
راغــــــــــــــــــلى برابر زما پـــــــــــــــه ســـــــــــــــر پريوتى دى
بل څوک نه دى ستا يار دى ستا مين دى انديښمن دى
دا نن چــــــې دې په در کې درويزګـــــــــــــــــر پريوتى دى
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى