غريبان زلمي يو

مونږ د الفت  د ښاريې يو مينان زلمي يو

غربي مينې کړو غريب ساده  نادان زلمي يو

په ګريوانو مو مه خنديږئ ليونيان خو نه يو

مونږ د غريب چم اوسيدونکې غريبان زلمي يو

زمونږ په ذهنونو بادشاهي کړي د غزل ښاپيرۍ

ځکه خو داسې ټپې مار يو غزلخوان زلمي يو

مونږه ساقيانو يو د الفت په جام مينې ويشو

هم د الفت جامونه څکو مونږ ميخواران زلمي يو

مونږ د مجنون ګريوان د عشق په مدرسه کې لوستى

ځکه خو څيرې ګريوان ګرځو مجنونان زلمي يو

د ژوند نادودو چې مايوسه نه کړو دا سبب دى

عزم زمونږ دابدالي دى افغانان زلمي يو

د غزل ناوې به سينګار کړود تخليق په ښکلا

مونږ د اريوب يو انديښمنه  شاعران زلمي يو

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى