رڼا ميندې
زموږ ماشوم غږ په ميړانه هر ډګر وړى دى
هر چا له دې چمه په هر مهال مات سر وړى دى
زموږ د كلى له اسمانه هر چا كړې ولجه
چاترېنه لپو كې سپوږمۍ وړې چا لمر وړى دى
خداى خو لرو يتيمې اوښكې به رڼا ميندې شي
خېر دى كه تورو ماښامونو مو سحر وړى دى
اوس را ټوكېږي نيم وزري ګلان دلته ځكه
يو ستمګر باد د سپرلي نه پوست وزر وړى دى
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى