ښکلي اريوب ته
چې کله ياد کړمه ستـا نوم او ســـتا ښــــکلا اريـــوبه
اوښکې مې وڅاڅي له ستـــرګو په بيــا بيــااريـــــوبه
څنګه بې دريــــغه دبارودو په لمــــبو کې وســــــوې
څــــيړۍ نښتــر دې په بارودو شـــــول تالا اريــوبه
ماته د خوست په شانې ګران يې زماځان يې خدايږو
ما ستـا بچو سره يو ځای کړي غـــــــــزا اريوبــــه
سـتا انتقام به له هغـــو اخــــلم کـــه لاس مې بر شو
چې کــوم چــا کړي وي له تا سره جفــــا اريــــوبه
هېر به دې نه کړمـــه سينګار لکه د ناوې غــــوندې
اې زما ميــنې زمـــا زړه زما اشـــــنا اريــــــوبــــه
که دخــوســتي په دعا شــي الله دې بيا سمسورکړه
د فــــخـــر سېمې دافـــغان او د پکــــتيا اريــــوبـــه

سيد کريم خوستی العين متحده عربي امارات