د لمبو ژبه

پنجې لګوي اوس په كشماليو انګارونه
راوړي دي د وخت ځيږو سيليو انګارونه

اوس ژبې د لمبو شولې جنډې پر قبرو رپي
شيندي خاورو كې ننه په كوپړيو انګارونه

غوټۍ د تودو وينو د پرهار خوله كې وريتېږي
كفن شول جنازو له د ژڼكيو انګارونه

د مړې زمانې مړو زلمو پاڅون او وحدت وكړئ
ځيږې ګوتې تپې پر ملاليو انګارونه

سپرغۍ چې د جلوو د پښو له تلو را تویږي
اغوستي دي د لمر سپينو كوديو انګارونه

پر كلك زنځير يې وتړل نيم ژاوندي سحرونه
بې كچې زورور شول د تروږميو انګارونه

خبر يې؟ د ګلپاڼو موسكا وينې غورځوي
ژوولي په پستو شونډو سپرليو انګارونه

پوښتې مو نو نور څله چې ژوند څه دى حالت څه دى
جانانه موږ للو كړل په زړګيو انګارونه




سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى