مېنې دې غا ټول په څېر په زړه باندې داغـــــلې ېــم
ژوند اغزی اغزی دی په کې پښې يبلې راغـــلې ېم

وړانګه شــوم زرينه دقسمت پر ګـوته يې پرېـــوتـم
ده زه درشـتـو پــه پــــلـمه دار تــــه رســـــــــــــولـې ېــم

مــا د قسمـت لپـې په خـوشـبو داوښـکو پـرېـولـې
ده کـه د حنـــــــا په شـــــان په تــور کـاڼـې وهلـې ېــم

اوښــــکو مې نن بار راته کـاروان د پـاتې عمـر دی
ځـــکـه پاکـې مـېـنې مـې پـه لــوی الله سپارلـې ېــم

زړه لکه مجمر په کې ارمـــــان مې شو لمبې لمبې
تا دژوند دوزخ کې داسې وار په وار سېځـــلې ېم

زړه مې وچـــــاود خدايه د بنده په حــــال خبر شه لـږ
نن ولې تقدير سره زه لاس او ګرېـــــــوان شـــوې ېـم

ربــه پــه لـمن دې رحېـــــــمې ايښـې لاســـــونـــه دي
خېر دی که د ټول عــــــــالم له پامه غورځـېدلــې ېم