غزل

پوري چي په سترګو پسي رانجي كړې
بيا مي ته ولي قتل د زړګي كړې
لږ خو مي مين زړه ته وګوره
ځان به زما په مينه ازاري كړي
دا چي لري لري ګرځي درپوهېږم
آخېر به ځان له موږ څخه ياغي كړې
ډېره مي يادېږې ديد دي نسته
خدايه د دوو سترګو ارزاني كړې
نرى ټوكرى په سر ګرځي لڅ مخ
ما يې خدايه مخ ته سپېلني كړې
لږ سمه ځه پر لار د خداى لپاره
خونه به مي ورانه د زړګي كړې
خيال مي د زړګي كړه وران يې نه كړې
زه دي څه كړم ځان به ازاري كړې
ځمه و مسجد ته زارۍ كاندم
خداى كه مي په برخه ازلي كړې
ښه ډېر دي عمر شه زما رويباره
ته چي زموږ دواړو روىباري كړې
محيب به خاماخا درپسي زاړي
ته چي يې له ميني پېښماني كړې