ژوندى چې ستا په نوم يم ته هغه شرين جانان يې

که ګل يې که ازغى يې ګله زما يې زما ځان يې

خپل ځان هم راته ګران دى خو بس  ستا دپاره ياره

خو ته بيا له خپل ځان نه راته څو څو وارې ګران يې

ښيرې د ځواني مرکي مرګ رقيبه درته نکړم

په دې چې ګوندې ته به هم د چا د زړه ارمان يې

پريشانه دونياګۍ ښکاري پريشانه کاينات

پريشانه ياره ووايه چې ولې پريشان يې ؟

معصوم يې لکه ګل په دې ازغنه زمانه کې

سپيڅلى يې جانانه خوږ ايات د پاک قران يې

ما وګوره بوډا شوم ستا غمو مې ځواني لوټ کړه

ځان وګوره تر اوسه لا همغه شانې ځوان يې

ګرم نه يې انديښمنه چې يې دين او دونيا بولې

برباد يې بې له ياره او د يار په نوم ودان يې

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى