د يادونو سوداګر
نظر د مينې مې د حسن سيپارې تخنوي
لكه سحر نسيم د ګل شونډې پستې تخنوي
زړه را نه غواړي د پستو څڼو وږمې ملګرو
بيا مې د اوښكو په رڼو ګوتو ليمې تخنوي
ستا د يادونو سوداګر زما د تن كلي كې
اوس ښه بلد شو د زړه پټې دروازې تخنوي
كه مې په ژبه وكرلې دا څه شرم نه دى
زېړوكى لمر هر مازديګر كې ګلدرې تخنوي
كله مسكى شي كله غونډې جلوه ګرې پيڅې
دا شوخكى نظر د چا دى؟ ايينې تخنوي
دا چې مې سترګو كې راشين شو د سكروټو ګل فرش
د خوب لمن راته جلانه شوګيرې تخنوي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى.
21.10.2009
- اريوب
ژوندى چې ستا په نوم يم ته هغه شرين جانان يې
که ګل يې که ازغى يې ګله زما يې زما ځان يې
خپل ځان هم راته ګران دى خو بس ستا دپاره ياره
خو ته بيا له خپل ځان نه راته څو څو وارې ګران يې
ښيرې د ځواني مرکي مرګ رقيبه درته نکړم
په دې چې ګوندې ته به هم د چا د زړه ارمان يې...
26.10.2009
- اريوب
غزلمنم خوندونه چې په قند او په شكرو كې ديخو عبرتونه بس زمونږ د پند خبـــــرو كې دي
مونږ اتلان كه نه يو ځو دا تلانو پــــــــــــــــرلارتل مو ستايلي اتلان خپلو سنـــــدرو كې دي
مونږ په مزرينو څپلو هم لار دمنزل لنـــــــډوومونږه په غرونو كې اوبه څښلي تندروكې دي
كه دپاريس پر ښار و...