غزل
منم خوندونه چې په قند او په شكرو كې دي
خو عبرتونه بس زمونږ د پند خبـــــرو كې دي


مونږ اتلان كه نه يو ځو دا تلانو پــــــــــــــــرلار
تل مو ستايلي اتلان خپلو سنـــــدرو كې دي


مونږ په مزرينو څپلو هم لار دمنزل لنـــــــډوو
مونږه په غرونو كې اوبه څښلي تندروكې دي


كه دپاريس پر ښار وږمې دي دعطرونو خورې
هغه وږمې زمونږ په لمنځو په نښترو كې دي


دا به نو هله درمالوم شي چې مو زړونه لوڅ كړې
چې څومره مېنې مو دننه په ټـــټـــرو كــــې دي


ولې به نه ليكي فياض جادو جادو غـــــــزلــــــې
چې ښكلي ښكلي شاعران يې په ملګرو كې دي
غ _ ر _ فياض
عربي متحده امارات العين