غزل

نه په خوراک نه به څښاک او نه په سـا  ژونـــــــــدي يو

مونږ مينان يو بس په ناز او پـــــــــه ادا ژونــــــــــدي  يو

د پتــــــنګانو نه مو زده د عشــــق دستـــــــــــور کړى دى

هم پرې سوزيږو هـــــــــــــــم د ګل مــــــخ په رڼا ژوندي يو

د يار د لبو نه بوســــــــه کې شيــــــــخ ګنـــــــــــاه بلـــــــــــلې

خو مونږ عادت يو په همــــــدې پاکـــــــه ګنــاه ژوندي يو

چې به يوه ورځ د ګل په غــــــيږه کې دمـــــــه کړو ژونـدن

داور په غيــــږه کې په داســـــــې تمـــــــنا ژونــــــــــــدي يو

مونږ د خوبانو،  د شيــــــخانو په څيــــــر نه يو خـــود خوا

نور په خندا غواړو خو خپـــــــله په ژړا ژونــــــــدي يـــــــــو

مونږه د ميـــــنې ســـــره ميـــــــــنه کړې مينـــــــــــه  کــــــوو

مينه هر څه ګڼو په مـــنه په وفــــــــــــــــــا ژونــــــــــــــدي يو

مونږ د باڼو په غــــــــــــشو مه ويروئ ښــــــکلو ښــــــــــکلو

بې درده چــــــــــــــم کې اوســــــــــو درد سره اشنا ژوندي يو

يار صبا وايي انديښمــــــــنه په ژوند څــــــــــه اعتبـــار دى

خو نن دې راشــــــــــي خداى خبر چـــــــــــــــې به سبا ژوندي يو

 

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى