دروما محمدي ښکلی بامفهومه

غزل

چې يادونه د جـــــانان ورسره نه شتــــــــــه
بې ايمـــــانه دي ، ايمـــــان ورسره نه شته

ته راياد شــــــــــوې خو ژړا راته رانغلـــــــه
ورېځې راغلې خـــو باران ورسره نه شته

کوم انسان چې ژوند کوي ، بې محبتــــه
تش وجـــــود لري خو ځـان ورسره نه شته

د دنيا شـــــکلي که ټول سره راټـــول کړې
شــــکلی زړه زما په شــــان ورسره نه شته

د روما د زړه ارمــــــان ستا خوشحالي ده
نور په ژوند کې بل ارمـان ورسره نه شته