د مينې کړنګ
نــــــادان وو چې د مــــينې لــــه کړنګه ولــــويــــدو
نظرمــــې ماتـــې وخوړه له جنـــګه ولـــويـــــدو
ستا در کې وو ولاړ چې څنګه ستا سترګې ښکاره شوې
کچکول د خيراتونو له ملنګه ولويدو
دا نن په خوا راپورته شوى يې له خوبه ؟
له شونډو دې جانانه اقرار څنګه ولويدو ؟
په مينه کې کمى د يار راغلى که څه چل دى ؟
چې شيند مې د غزلو له غورځنګه ولويدو
تا وګټله وخته خپل قلم اخيستى نه شم
همدا زما خنجر وو چې له شرنګه ولويدو
خير پيښ کړې لويه خدايه زړه مې سخت په رپيدو دى
تصوير مې د يار خيال کې ډير بې رنګه ولويدو
چې پيل مې پرې د خپلې زندګۍ غوڅه نغمه کړه
رباب شولو ستومانه تار له ترنګه ولويدو
ځولې د دوعاګانو انديښمنه کلکه نيسه
ګني نو بخت د وخت تاؤ کې له ننګه ولويدو
يادوګيرنه
: دا غزل د ( لاخو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه را اخيستل شوى دى