پښتا نو

ډير مو بې ځايه ځوانان مړه کړل په جنګو پښتانو
يو خوا نيستې بل خوا تباه کړلې سوچو پښتا نو
اخير تر څو به بې تعليمه او مزدور ګرزې ته
راځئ چه جوړ کړو خپل وطن که ټول پرې مرو بښتانو
ولی دجنګ په تبا هې با ندې موږ نه پو هيږو
هر څه مو غرق شول دبا رودو په اورو پښتانو
کشکې بارودو جوړ ول خو مو په خپله زده واى
خو خپل مو نه دي دا بارود دي دپرادو پښتانو
پدې برباد يو خو دا ولې پدې نه پوهيږو
بس چی دوه کينو نو دبل غيبت کوو پښتا نو
قسم په خدای چې داغه موږ و دا غيبت ديو بل
نوتر قيا مته به بار وړو په خړو خرو پښتانو
جرګې پريمانه کړو فايده څه چه عمل مو نه وي
ابس وختونه تيره و تش په کيسو پښتانو
دهغه خدای نه ويره وکړئ چی بادشاه زموږدی
داغه کار پريږدئ چی دوه وروڼه جنګوو پښتانو
خلک په برجونو کی ښکلا موږه مورچل جوړه وو
دريغه افسوس دی چی خپل ورور ترې قتلووپښتانو
زه سيدکر يم دا درته سوال کوم چې خدای ته ګورئ
خپل اولاد بچ کړی دپراديو سيتا مو پښتا نو


سيد کريم خوستى الا امارات العين