غزل
شپو يم وژلى د سحر لوري ته کډه وړمه
داميدو د ښکلي لمر په لوري کډه وړمه
نور مې له زغم نه د بيلتون سختې شيبې وتلي
ځم يا د دار يا د دلبر په لوري کډه وړمه
ژوند مې سندره شي سندره بې نغمو سندره
د مطرب ترنګ ته د ساغر لور ته کډه وړمه
چې د پيغلوټو په منګيو مې غزل رنګين شي
هغه چنار هغه ګودر لوري ته کډه وړمه
د دونيا غم اود جانان جفا چې نه وينه
ملګرو داسې به خبر لوري ته کډه وړمه
لشې لشې مې دې شي ښخ د زړه پستو غوښو کې
ستا د لشې ،لشې نظر لوري ته کډه وړمه
پيکه غزل چې رنګين شي انديښمنه ياره
اريوب ته ځمه دسپين غر لوري ته کډه ومه
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
17.11.2009
- اريوب
بې كچې ټكور د ايينو په دښتو اور ورېږي اور ورېږيلا پرې هغه مړ شوى نه وي چې بيا نور ورېږيد لمر سپينوكو وړانګو ټولې كړئ لمنې ترېنه هسې نه تورې شي په دې كوڅو كې تور ورېږيملګرو لويې حوصلې كړئ د غرور كلى دىدلته د هر يوه لفظ لفظ ځنې زور ورېږيلږ پكې ونغاړه كرم چې نور مې نه ځورويستا د نظر تندر خو زما د زړه په كور ورېږيخدايه! دا كوم ښكلي ګلونه د خندا شيندلي ؟نن مې دردونو باندې بې كچې ټكور...
17.11.2009
- اريوب
رالېږونکی حميدالله د ګل غونډۍ له ليسې څخهحکايتيو ځوان دنياوي خوندونو ته شاه کړه او چېرته لرې يواې د الله په فکر او ذکر کې مشغول شو د وخت په تېرېدو سره دغه ځوان وږی شو. راپورته شو اسمان ته يې وکتل او بيا يې شاوخوا ته وکتل. ګوري چې د ويالې په اوب کې يوه مڼه را روانه ده. ځوان دغه مڼه راواخيسته او ويې خوړه لږ ساعت وروسته فکر ورته پيدا شو چې دا مڼه خو به هم د چا ملکيت وي. و بګنېدو ويې ويل چې دا خو ما د خاوند د اجازې پرته وخوړه. طاقت يې و نه شو او د ويالې پر غاړه روان شو. يو ب...