رالېږونکی حميدالله د ګل غونډۍ له ليسې څخه
حکايت
يو ځوان دنياوي خوندونو ته شاه کړه او چېرته لرې يواې د الله په فکر او ذکر کې مشغول شو د وخت په تېرېدو سره دغه ځوان وږی شو. راپورته شو اسمان ته يې وکتل او بيا يې شاوخوا ته وکتل. ګوري چې د ويالې په اوب کې يوه مڼه را روانه ده. ځوان دغه مڼه راواخيسته او ويې خوړه لږ ساعت وروسته فکر ورته پيدا شو چې دا مڼه خو به هم د چا ملکيت وي. و بګنېدو ويې ويل چې دا خو ما د خاوند د اجازې پرته وخوړه. طاقت يې و نه شو او د ويالې پر غاړه روان شو. يو باغ ته ورسيده ويې وليدل چې د بدغ مڼې همغه ډول دي کومه چې ده خوړلې وه.
نو باغوان ته يې وويل چې ما يوه مڼه ستاسو له اجازې پرته خوړلې ده د هغې بښنه غواړم چې د مڼې کفاره ادا کړم. باغوان ورته وويل چې تاته بښنه کوم خو په دوؤ شرطونو يو شرط دا چې ته به دوه مياشتې د دې باغ ساتنه کوي او دويم دا چې زما په کور کې يوه لور ده چې په سترګو ړنده، په غوږونو کڼه، په پښو شله او په سر ويښتان نه لري له هغې سره به نکاح کوې. ځوان ورته وويل چې زما او ستا نسب معلوم نه دی. څنګه به ستا لور سره نکاح وکړم؟ باغوان ورته وويل که دا دوه شرطونه مني بښنه به درته وکړم او که نه يې منې نو نه دې بښم ځوان ورسره قبوله کړه . د باغ ساتنه پيل شوه او پوره دوه مياشتې يې د باغ ساتنه وکړه. باغوان ورته راغئ او خپله لور يې ورته نکاح کړه کله چې ځوان خپلې ناوې ته ورغی ناوې ډېره ښکلې وه، ووېرېد او بېرته راستون شو خپل خسر ته ورغی ورته ويې ويل چې ناوې خو ډېره ښايسته او تن يې روغ او جوړ دی. باغوان ورته وويل چې په غوږو ځکه کڼه وه چې له کله نه پيدا شوې ده د پردي سړي غږ يې نه دی اورېدلی.
او ړنده ځکه ده چې پردي سړي يې نه دي ليدلي. او شله ځکه ده چې بل سړي يې پښې نه دي ليدلي ويښتان يې ځکه نشته چې پردي سړي د سر ويښتان يې نه دي ليدلي. ځوان ورته وويل چې بيا دې له درواغو ولې کار واخيست؟ باغوان ورته وويل چې الله خپل دوستان په ډول ډول ښو نعمتونو نازوي. دغه ځوان د وخت مشهور بزرګ سيدابوصالح موسی و او باغوان د وخت مشهور بزرګ حضرت ابو سعيدی سيحي وؤ او د ابو صالح موسی نه زوی عبدالقادر جيلاني پيدا شو.