غزل  

پوه نه يم چې به تور شم او که تور به رانه واخلې

خو پوه يم چې راګورې د زړه زور به رانه واخلې

د خداى روى مې دروړى  نور مې مه سيزه جانانه

ښيرې به درته وکړم جانه اور به رانه واخلې

له کړس خندا دې ځار شم خو په کړس مه خانده ياره

پرهر به مې موسکى شي او ټکور به رانه واخلې

ما خپله ځان ليدلى د وهمونو په تور تم کې

د ګل د سحرونو ګل انځور به رانه واخلې

يوه لپه زندګي لرم يو لپه شين اسمان زه

دا ستا له سره ځار شه څه شى نور به رانه واخلې

چې زه له رباب باسم نو په تا پوه يم مرګيه

چې دا غوڅه نغمه او ژوند شور به رانه واخلې

منم چې راکوې به ته د ګل په شان زړګوټى

بدل کې دا زما زړه سوى سکور به رانه واخلې

نو خير که مې د زړه له وينو څو خالونه کيږدې

دا پور په انديښمن دى ستا خپل پور به رانه واخلې

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى