لولو دې مدام ځکه د عشق په کتابونو کې
ته لکه ښکلا د غزل پټه یې لفظونو کې

زور د محبت که د شوخۍ ترسرحدو یوړو
مرګ او ژوبله خامخا پیښیږي په جنګونو کې

سترګو یې د تاند پیغلتوب داسې نښانې راوړې
ته وا مرغاوۍ ناستې د جګو غرو ډنډونو کې

څه خو به ضرور ددې راتلو ترشاه لرو ګرانه !
خلک د ثواب په خاطر لمونځ کا جوماتونو کې

څرخې یې جلانه ! مړې خولې د اننګو په سر
ته وا ډیوې ناستې د ګلونو په کورونو کې
سیدجیلاني جلان