راليږونکی :سید نجیب الله سادات
د راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.com
نيټه : 26-05-2008
غزل
د دردلمبه به مې له خولې راوځي اور به واخلې
یا سر له اوسه سم قدم زما په لور به واخلی
زمانې څه راته ګواښونه کوې زه پوهیږم
چې ارمانونه به مې ورېبې او لور به واخلې
جانانه! ته چې راته وایی خېردی صبروکړه
که دې د څړیکو نڅا ولیدله تور به واخلې
هغه صورت چی همیشه به تا نوم ګل ورکاوه
که اوس دی ولیده نو هسې سوی سکور به واخلې
زما په شړلو به یو شې ته تر لاسه کړې چې
بس ددې چم د هر وګړي نه پېغور به وا خلې
دا د سادات مینه کې ګوره څوک تاوان نکوي
چې زړه وکړې نو په ځاې یې دزړه کوربه واخلې
سيد نجيب الله سادات
26.05.2008
- اريوب
لولو دې مدام ځکه د عشق په کتابونو کې ته لکه ښکلا د غزل پټه یې لفظونو کې
زور د محبت که د شوخۍ ترسرحدو یوړومرګ او ژوبله خامخا پیښیږي په جنګونو کې
سترګو یې د تاند پیغلتوب داسې نښانې راوړېته وا مرغاوۍ ناستې د جګو غرو ډنډونو کې
څه خو به ضرور ددې راتلو ترشاه لرو ګرانه !خلک د ثواب په خاطر لمونځ کا جوماتونو کې
څرخې یې جلانه ! مړې خولې د اننګو په سرته وا ډیوې ناستې د ګلونو په کورونو کېسیدجیلاني جلان...
30.05.2008
- اريوب
زه نن توبه کومهما دوه ګناوې کړيقسم دی ښه پوهیږمچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه د پارهنن ترې توبه کومه() )( )( () () () () ()یوه خودا چې مې بې حده ډیرېټپې ، نظمونه ، او سندرې کړياو بله داده ګرانهچې مې د ډیرو لوړو غرونو تر شااو ډیر ډاګونه ترمینځپه ګونګه خوله خو مې د ګوتو په غږڅو شاعرانو وروڼو سره خبرې کړيخو راشه لاس ایږدمهپه ها قران چې مې په زړه کې پروت دیپرې پوخ یقین لرمهچې خدای مې نه پرې نیسيخو ستا د زړه دپارهن...