زه نن توبه کومه
ما دوه ګناوې کړي
قسم دی ښه پوهیږم
چې خدای مې نه پرې نیسي
خو ستا د زړه د پاره
نن ترې توبه کومه
() )( )( () () () () ()
یوه خودا چې مې بې حده ډیرې
ټپې ، نظمونه ، او سندرې کړي
او بله داده ګرانه
چې مې د ډیرو لوړو غرونو تر شا
او ډیر ډاګونه ترمینځ
په ګونګه خوله خو مې د ګوتو په غږ
څو شاعرانو وروڼو
سره خبرې کړي
خو راشه لاس ایږدمه
په ها قران چې مې په زړه کې پروت دی
پرې پوخ یقین لرمه
چې خدای مې نه پرې نیسي
خو ستا د زړه دپاره
نن مې توبه له دغو دواړو وکړه
26.05.2008
- اريوب
راليږونکی :سید نجیب الله ساداتد راليږونکي پته :najibsadaat@yahoo.comنيټه : 26-05-2008غزل د دردلمبه به مې له خولې راوځي اور به واخلې یا سر له اوسه سم قدم زما په لور به واخلی
زمانې څه راته ګواښونه کوې زه پوهیږم چې ارمانونه به مې ورېبې او لور به واخلې
جانانه! ته چې راته وایی خېردی صبروکړه که دې د څړیکو نڅا ولیدله تور به واخلې
هغه صورت چی همیشه به تا نوم ګل ورکاوهکه اوس دی ولیده نو هسې سوی سکور به واخلې
زما په شړلو به یو شې ته تر...
31.05.2008
- اريوب
دا غزل ، ګرانې خور بلینډې بدرۍ ته د هغه خبرې په بدل کې ډالۍ کوم . چې ویلي یې وو . دا زما اخرنی شعر دی . غزل نه بلینډې نه ، څه پښه نیولې دې توبه ساتهګرانې دغزل د پنځلسي شپه مو رڼه ساته
زه دې د اریوب د غزلیز ماښام ښکلا ګڼمته هم په خپل سر د شنو سندرو لوپټه ساته
خپل فکر د خپل هنر په ګل ګل لارو وکرهیو لاس کې اجل ګرځوه بل لاس کې ډیوه ساته...