دا غزل ، ګرانې خور بلینډې بدرۍ ته د هغه خبرې په بدل کې ډالۍ کوم . چې ویلي یې وو . دا زما اخرنی شعر دی .
غزل
نه بلینډې نه ، څه پښه نیولې دې توبه ساته
ګرانې دغزل د پنځلسي شپه مو رڼه ساته

زه دې د اریوب د غزلیز ماښام ښکلا ګڼم
ته هم په خپل سر د شنو سندرو لوپټه ساته

خپل فکر د خپل هنر په ګل ګل لارو وکره
یو لاس کې اجل ګرځوه بل لاس کې ډیوه ساته

ځه په پښتني هوډ توغ اوچت کړه مخ په وړاندې ځه
ای! د وخت میوند دی د احساس توره تیره ساته

ګرانې د جلان په شان ته دنګ لیونی ورور لرې
پیغله شاعري کوه او ځوانه حوصله ساته

سیدجیلاني جلان
۳۱\\\\۵\\\\۲۰۰٨کابل نوا راډيو