مصريزې: محمدحنيف حيران
وړاندې تر تا چې زه مين وم
د ډېرو خلکو به دښمن وم
بيا هم کامياب وم بريمن وم
زه د سيندونو لامبوزن وم
په تا مين شوم د ويالو اوبه مې وړينه
• * * * * * * * * * *  * * *
چې مې له غمه مړ يار نه دی
پاتې مې هيڅ پرې اتبار نه دی
کړی تر دې مې اظهار نه دی
زما يې علم پکار نه دی
د اباسين چپې يې يوسه کتابونه
• * * * * * * * * * *  * * *

خدای خبر څومره بې وفا يې
چې نه پر ځان يې نه پر ما يې
خدايزده د چا پر مينه پايې
په لوړو غرو رانه پناه يې
اوس مې که يار يې نو رالېږه سلامونه
• * * * * * * * * * *  * * *