سپينې دي صفا د زړه خبرې دي
اوښکې خو رښتيا د زړه خبرې دي
سترګې دې په سترګو کې راواچوه
لولم پکې ستا د زړه خبرې دي
ټولې ستا د شونډو په سر هم ناڅي
هغه چې زما د زړه خبرې دي
نوم دې په سجده کې يادوى نه شم
پاتې په زړه لا د زړه خبرې دي
ښار خو دى د ژوند له شر او شوره ډک
ځکه خو صحرا د زړه خبرې دي
اوس چې د الهام د غزل توري دي
و يې لوله دا د زړه خبرې دي
2008-03-05
09.03.2008
- اريوب
په ټولنيز ژوند كې د خپل منځي مناسباتو سمبالول او په سوله ايزه فضا كې د ژوند د امكاناتو برابرول د منظمو مركزي حكومتونو و ظيفه ده، هر حكومت وظيفه لري چې تر واكمنۍ لاندې خلكو ته يې د امن، ډاډ او سولې ژوند برابر كړي تر څو هغوى په ډاډه زړه وكړاى شي خپلې ورځنۍ چارې په ډاډمنه توګه پر مخ بوزي، نو په هره ممكنه وسيله چې وي د شرعي او موضوعه قوانينو په رڼا كې د خپلو خلكو لپاره هغه امكانات برابروي چې د هغو له امله خپل ورځنى ژوند سمبال او دودې په لوري هدايت كړي.افغانستان يوله هغو هيوادونو څخه دى چې د ت...
31.03.2008
- اريوب
مصريزې: محمدحنيف حيرانوړاندې تر تا چې زه مين ومد ډېرو خلکو به دښمن ومبيا هم کامياب وم بريمن ومزه د سيندونو لامبوزن ومپه تا مين شوم د ويالو اوبه مې وړينه• * * * * * * * * * * * * *چې مې له غمه مړ يار نه دیپاتې مې هيڅ پرې اتبار نه دیکړی تر دې مې اظهار نه دیزما يې علم پکار نه دید اباسين چپې يې يوسه کتابونه• * * * * * * * * * * * * *
خدای خبر څومره بې وفا يېچې نه پر ځان يې نه پر ما يېخدايزده د چا پر مينه پايې...