شعرونه
د زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځي
موږ لېوني ګوره هغه خلک په سر ګرځوو
څوک چې مو قدر او خاطر مدام په کاڼو ولي
موږه په زړو کې داسې داسې خلک اکثر ګرځوو
د زړه حرم نه مو ايمان د خليل ځکه وځي
پکې تيارې مجسمې چې د ازر ګرځوو
يو مو په يوه بل مو په بل لکه قصاب خرڅوي
زخمي زخمي احساس په څوکه د خنجر ګرځوو
ولې به اور د خپل وجود له تاوه نه اخلو
چې په سينه کې د ښايست د اور مجمر ګرځوو
هيڅو پناه عمردراز مروته نه راکوي
لکه کوچيان تړلې کډې در په در ګرځوو.