ما او جانان بې له یو بله اوس عادت کړی دی
له خدایه ځار شم څومره ژر يې قیامت کړی دی
د دود دستور دجبر کاڼي مو پر سر پریوتي
موږه د عشق له ټول اختیاره بغاوت کړی دی
ماهیروي ، مګر له زړه نه مې شړلی نه شي
چا دجانان له خولې نه داسې روایت کړی دی
لرم د ټول ښایست د ټولو ښکلاګانو سواد
ما خو ټول عمر ستا د سترګو تلاوت کړی دی
زما دزندان دیوال له ما سره خبرې کوي
زما خوږې جېلوانې زما دقتل نیت کړی دی
۱۳۸۹وږی ۷
28.08.2010
- wadan
ملګري مې په ټیلیفون کې ګیله وکړه، چې ځېنې په اصطلاح فرهنګیان، روښانفکران او لوستي خپل ملي مسؤلیت په لوی لاس هیروي، چې ګواکې سیاست یې بد راځي اونه غواړي په ساستمدارانو کې شمار شي.
زه فکر کوم، چې په افغانستان کې سیاستونه دومره بدنامه شول، چې اوس هر څوک له سیاسي بدنامۍ څخه ویرېږي. یو شمېر ځانساتي فرهنګیان په لوی لاس مکتب لوستي او باسواده افغانان دې ته نه پرېږدي چې د افغانستان د خلکو په مرګ، لوږه، بې سوادۍ او بده ورځ فکر وکړي. دوی وايي&nbs...
19.09.2010
- wadan
سیګار
دا هغه عطر دي ،
چې چا راته کلونه پخوا
په ډیره مینه
دلومړي سوغات په نوم راکړل
هغه کلونه هرسهار
ماد ((سیګار)) عطر
...