سیګار
دا هغه عطر دي ،
چې چا راته کلونه پخوا
په ډیره مینه
دلومړي سوغات په نوم راکړل
هغه کلونه هرسهار
ماد ((سیګار)) عطر
د خپل زاړه کمیس پرګریوانه شیندل
هغه کلونه
دسیګار له خواږه وږم سره هره ورځ
د چا دیدن ته تلمه
تیر کال چې عشق
د خپګانونو ، رواجونو او رسمونو بوړبوکۍ کې ورک شو
چا یوځل بیا د (( سیګار )) عطر راکړل
اوس هر سهار چې دغه عطر وهم
هماغه وږم راځي
او تیر یادونه لکه غشي زما له زړه نه تیر اوبیر ووځي
اوس دغه عطر په اوله وږمه
دیوبیلتون غمجن خبر راکوي
او چې ((سیګار)) حس کړم
دخپل مات شوي زړګي غږ واورم
څومره ظالمه زمانه ده خدایه!
عشق و مانا و ژوندون
ټول د سیګار ګل شو
یو داسې ګل ، چې
بس یو څو ورځې دزړه په وینو وپاېیده
یو داسې ګل چې عطر یې شته خو خپله
لکه یو داغ
لکه یو درد
لکه یو سور پرهر په زړه کې ورک دی
د((سیګار)) ګل
په خپلو عطرو زړه ته اور اچوي
او س چې ((سیګار)) حس کړم
دخپل مات شوي زړګي غږ واورم
څومره ظالمه زمانه ده خدایه!
۱۳۸۹ وږی ۲۸