هرهېواد ته چې ولاړم ، له خورو ورو افغانانو سره مې ولیدل ، مېلمه یې کړم، مینه یې وکړه ،د وطن لپاره یې وژړل، څوک دې ته خوشاله وو، چې له هېواده څوک راغلي او د وطن کیسې ورته کوي او څوک سخت په غوسه وو، چې ولې په وطن کې جګړه لاهم روانه ده، فساد ښکر او لکۍ پیدا کړي اود سیاست، اقتصاد او قانون میدان ټوپکوالو اومافیايي ډلو ته ورپاتې دی. د بهر میشتو زړونه د افغانستان لپار درزیدل، ځینو یې ویل هره شپه ځان په وطن کې په خوب کې ویني، چا ویل غواړي بېرته وطن ته ستانه شي او یو څه وکړي، څوک سخت ناامیده او زړه تورن وو، چا زموږنسل ته نصحیت کاوه چې ویښ اوسو او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه کړو او ...
ماته دوه انګېرنې پیدا شوې :
۱ـ ګڼ افغانان ،هر چېرې چې دي، افغانستان یې نه دی هېرکړی او غواړي یو څه وکړي ،خو دقیقاً نه پوهېږي، څه وکړي او څنګه یې وکړي؟
۲ـ الحمد الله، چې افغانان هر چیرته په خپل افغاني همت ژوند کوي؛ ځېنې ښه اقتصاد لري ځېنې یې منځنی او ځینې یې هم کمزوری، خوټول غواړي افغانستان او افغان انسان ته یې ګټه ورسېږي.
یوې ستونزې ته مې هم پام شو، له بده مرغه یو شمېر افغانانو بې اتفافي هم له ځانه سره بهرته وړې، سلیقه یې اختلافونه، په ایډیولوژیو سره ویشل کیدل، حزبي دښمنۍ او ... یې لاهم په ماغزو او زړونو کې د پټو وسوسو په څېر ښوري را ښوري خو له دې سره سره د وطنپالنې لپاره ټول یو بختور حسادت لري، چې ښايي قدر یې وشي.
هر ځل چې بېرته راستون شوی یم او د سفر ستوماني مې ایستلې ده، ددغو عزیزانو د فکرونو او احساساتو په اړه مې فکر کړی او بالاخره دې پایلې ته رسیدلی یم:
هو! بهر میشتي افغانان ډېر څه کولای شي او باید ویې کړي، دوی د افغانستان او افغان انسان ژغورنې لپاره تر هر چا ډېر کار کولای شي او دلایل یې هم دادي :
۱ـ دوی نسبتاً په آزادو او دیموکراتیکو ټولنو کې ژوند کوي او غږ یې تر ډېرو ځایونو پورې رسیدلای شي.
۲ـ اقتصادي حالت یې تر هېواد میشته هېوادوالو ښه دی او هر مثبت بدلون، سیاسي فعالیت او د ملي رهبرۍ د رامنځ ته کولو لپاره هڅه یوه اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري .
۳ـ له رواني او فکري پلوه دوی پیاوړي دي، ځکه نسبتاً په آرامو شرایطو کې ژوند کوي، دکورنۍ د نفقې غم یې هره شیبه نه سکونډي، او د بهرنیو هېوادونو د سیاستوالو له تجربو څخه یې زده کړه کړې، په دې پوهېږي چې په سړو مغزونو او ګرمو زړونو کار کول غوره دی او ښايي دا یې هم زده کړي وي چې د هغوی کوربانه ( د هغو هېوادونو خلک چې دوی په کې اوسېږي) څنګه له خپلو هېوادونو سره ریښتنې مینه لري.
۴ـ دوی مجرب او بانفوذه خلک دي ،ځکه پخوا یې په افغانستان کې په نسبتاً ښو شرایطو کې زده کړه او کار کړی او اوس اوس د نورو هېوادونو د سیاست کار او مبارزې تجربه هم لري، ځکه یې نو اعتبار هم په افغاني ذهنیتونو کې بد نه دی.
۵ـ دغه شمېر افغانان د هغې پېژندګلوﺉ او اړیکو پر بنسټ چې له نړیوالې ټولنې سره یې لري د یوه ملي لابي ګروپ په توګه د نړیوالو د ذهنیت په چمتو کولو او د یوې ملي رهبرۍ د رامنځ ته کېدو په ګټه د نړیوالو د پام را اړولو ډېر توان درلودلای شي.
د همدغو دلایلو پر بنسټ بهر میشتي افغانان دویښتیا دغورځنګ په بریالیتوب کې، چې د یوې ملي رهبرۍ تر سیوري لاندې د افغانستان د ژغورنې او ودانۍ علمي – عملي پروګرام پرمخ بیايي، بنسټیز رول لوبولی شي.
درېیمه لاره :
اوس به نو د څه کولو او څنګه کولو پر میکانیزمونو رڼا واچوو.
ټول بهر میشتي افغانان چې دافغانستان او افغان انسان لپاره د څه کولواراده لري ښايي دهمکارۍ او همغږۍ یو نړیوال جال جوړ کړي. دوی که په خلیج کې دي که په اروپا یا امریکا او استرالیا کې، که د پخوانۍ شوروي په هېوادونو یا د افغانستان په ګاونډیو، هند او یا بل ځای، د ویښتیا د غورځنګ بهر میشتی زړی ( هسته) جوړولای شي، چې بیا په کور دننه ( افغانستان کې) د ویښتیا د غورځنګ هڅې پیاوړې کړي. په افغانستان کې دننه د ملي رهبرۍ لپاره هڅې او بیا له دې لارې د ژغورنې د علمي او عملي کړنلارې د رامنځ ته کولو او عملي کولو لپاره د بهر میشتو مرسته خورا ضروري ده، د بهر میشتو افغانانو مرسته په لاندینیو مشخصو برخو کې مهمه ده :
۱ـ د ګډونونډې ( حق العضویت)، بسپنې، مالي مرستو او تجهیزاتو په برابرولو کې ونډه.
یادونه : د ویښتیا غورځنګ ښايي په خپله د بهر میشتو افغانانو په مرسته داسې یو شفاف او حساب ورکوونکی سیستم رامنځ ته کړي چې هر مرسته ورکوونکی افغان بشپړ ډاډ ولري چې یوپول یې هم بې ځایه نه ځي. مانا دا چې دا به د هغو NGO ګانو یا فرهنګي ټولنو په څېر کار نه وي چې له بده مرغه د بهر میشتو افغانانو اعتماد ته یې زیان وررسولی او دوی یې له نورو مرستو څخه زړه توري کړي دي.
۲ـ له نړیوالو مثبتو لوریو سره د تماس اود افغانستان د ملي ګټو لپاره د داسې بین المللي اړیکو جوړول چې د یوې ملي رهبرۍ په رامنځ ته کېدوکې لږ تر لږه خنډونه له منځه وړلای شي او نړیوالو ته داسې ذهنیت ورکړای شي، چې د ویښتیا دغورځنګ بریالیتوب یوازې د افغانستان نه ،بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.
۳ـ د پوهې، تجربې او عملي هڅو پر بنسټ د جوړوشویو طرحو او فکرونو رالېږدول، بهر میشتي افغانان ښايي له دې اړخه هم دویښتیا غورځنګ پیاوړی کړي.
۴ـ د سختیو پرمهال له بهره دملاتړ لاس راغځول :
دویښتیا د غورځنګ هېواد میشتي فعالین خامخا له ګواښ، محدودیتونو او ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېدای شي.
دا مهال نو بهر میشتي د پراخو اعتراضونو، خبرونو او دنړۍ د دیموکراتو، پر بشري حقونو ولاړو او د آزادۍ سرلارو غورځنګونو، بنسټونو او شخصیتونو مرسته راوننګوي، او په اصطلاح د مظلومو روښانتیاپالو افغانانو چیغه پورته کړای شي. نن سبا د مدني ټولنې نړیوال جال شته او په هر هېواد کې د مدني بنسټونو او شخصیتونو غږ نړیوالې څپې رامنځته کولای شي. د افغانستان د مدني غورځنګونو غږ بهر میشتي افغانان ښه ترا او چتولای شي.
د ویښتیا او روښانتیا په دواړو پړاوونو کې بهر میشي افغانان ژوند بښونکې ونډه درلولای شي، موږ فکر کوو: دا د افغانستان د ژغورلو یوازینۍ لاره ده چې پر یوه ملي اوعلمي محور راټول شو ( پر علمي محور ځکه ټېنګار کوم چې ښايي د افغانستان دخپلو شرایطو پر بنسټ له فکر او غور وروسته جوړ شي).
په دې اړه یو ځل بیا ستاسو د غبرګون په هیله