درد ،
مستي او غم زما دشپې ملګري
بېګاه مې تا پسې ژړل،
چې مې له سترګو څاڅکي څاڅکي شراب وڅڅېدل
زه (( بد)) یم
څومره مې وژړل چې وپوهېدم
زه (( بد)) یم
هره ورځ غواړم چې ستا غږ واورم
هره ورځ غواړم تا ته ووایم ،
چې څومره مې په زړه وریږې ،
هره ورځ غواړم درته ووایم خپه یم خپه
هره ورځ غواړم یوه داسې بهانه پیدا کړم،
چې بس تا ووینمه
که ته غوسه شې او که هر څه وشي
مګر چې ودې ګورم .
خوهره ورځ خپل دغه تریخ انتظار
دڅو ترخو څاڅکو په اورومینځم
او تا پرې نه خبروم
ځکه له ډیرې ژړا وروسته پوه شوم
زه (( بد)) یم
بد
لکه له سترګو څڅیدلی دشرابو څاڅکی
۲۲لیندۍ۱۳۹۰
09.11.2011
- wadan
یوه ورځ وه ،موږه دواړه په سفر باندې روان شو
زه او ته غــــــــاړه په غاړه په سفر باندې روان شو
یوه ورځ وه ، ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود
ستا په سترګو کې چې ورک شوم داجهان مې واړه پرېښود
یوه ورځ ته شاه میرمن وې ، زه یوازې ستا پاچا وم
پاچانه وم ستا بندي وم، بدو سترګ...
22.01.2012
- wadan
پېژندنه
افغانیزم کومه پېچلې فلسفه نده ، دا په ( محور) ورځپاڼه کې زما دیوه کالم سرلیک دی ،چې غواړم تر دې وروسته خپل افکار پکې راونغاړم . ددې ستون ټولې لیکنې به پردې چورلیز راڅرخي ، چې څنګه خپله نن او سبا پخپله جوړه کړو او له پردیو ایزمونو او اکټونو څخه ځان خلاص کړو. افغانیزم ټولو ورځپېښوته له افغاني لیدلوري ګوري او هڅه کوي ملي ستونځو ته دافغاني فکر په ځواک په هېوادکې له موجودو امکاناتو څخ...