وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې
چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې
خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر
سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې
زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې
ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې
لاهم دژوند په دې تیاره لاریم یوازې روان
راشې سپوږمۍ سره پېیلي یو څو ستوري راوړې
داللمه للمه زړه په تمه دی چې ګوندې ته به
داسې شیبې چې لپه لپه باران اوري راوړې
۳ غبرګولی ۱۳۹۰
06.04.2011
- wadan
موږ په داسې يوه ټولنيز ، سياسي او اقتصادي حالت کې ژوند کوو ، چې هر افغان يې بدلېدل غواړي. ښه اوس نو پوښتنه داده،چې دا بدلون څه ډول دی؟ له کومه پيل کيږي؟ څوک يې پيلوي ؟ او نورو ولسونو څه کړي دي؟
ريښتينی بدلون هغه دی، چې خلک په شعوري توګه دمثبت بدلون راوستلوپه پار هڅه پيل کړي.
دافغانانو د انساني ژوند دښه کېدلو لپاره هره هڅه (بدلون) دی، او دهر افغان له ارادې او پرېکړې څخه پيل کېږي. دکور په انګړکې ديوه ن...
31.05.2011
- wadan
((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي
((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی
دومره غوسه دی
چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي
دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی
پاڼې پاڼې (( کاپیتال)) اړوي
دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي...