موږ په داسې يوه ټولنيز ، سياسي او اقتصادي حالت کې ژوند کوو ، چې هر افغان يې بدلېدل غواړي. ښه اوس نو پوښتنه داده،چې دا بدلون څه ډول دی؟ له کومه پيل کيږي؟ څوک يې پيلوي ؟ او نورو ولسونو څه کړي دي؟
ريښتينی بدلون هغه دی، چې خلک په شعوري توګه دمثبت بدلون راوستلوپه پار هڅه پيل کړي.
دافغانانو د انساني ژوند دښه کېدلو لپاره هره هڅه (بدلون) دی، او دهر افغان له ارادې او پرېکړې څخه پيل کېږي. دکور په انګړکې ديوه نيالګي کېنول، دکور دمخې پاکول ، خپله کوڅه له خځلو خلاصول، دزوی اولور ښوونځي ته لېږل او د ټول افغانستان لپاره د فکر او عملي څه کولو پريکړه بدلون راولي.
خو لوی بدلون دادی ،چې زموږ په ناسمو انګېرنو او فکرونو کې بدلون راشي. زموږ کاږه باورونه سم شي او دټول هېواد په اړه د( زما يې پرې څه) فکر بيخي هېر شي. يو ناسم فکر دادی ،چې افغانستان بايد يا شورويان جوړ کړي يا امريکايان او انګريزان؟ موږ دې ته په تمه يو، چې داوبو څاه هم راته کفار وباسي اوپر وياله هم راته پول ، دوی جوړ کړي، کنه نو، ښځې او ماشومان به مو ورڅخه خېزونه وهي. بل ناسم باور مو دادی چې هر څه ښايي حکومت وکړي ، حکومت باد راوړی او باد به يې وړي، دا دسرکار کار دی او زما پکې کار نشته؟ هېواد دخلکو کوردی ، خلک د پرګنو ټولګه ده او پرګنې د وګړيو ( افرادو) مجموعې ته وايي. که فرد جوړ شي ، پرګنې به جوړې شي او دپرګنو اراده به هېواد جوړ کړي.
وګړي ښايي څنګه جوړشي؟
موږ دملي اخلاقو ځواکمنتيا او روزلوته اړتيا لرو . ملي اخلاق څه دي؟
دهغو فکري ـ عملي ظوابطو مجموعه ده ،چې عملي کول يې هېواد ته ملي ګټه رسوي او هېرول يې ټول هېواد ته تاوان. مهمه داده چې په دې ګټه او تاوان کې زموږ هر يوه ګټه اوتاوان نغښتی دی، په حقيقت کې موږ ځکه دټوليزې ګټې او تاوان لپاره پر فکر کولو مکلف يو، چې خپله ( فردي ګټه او تاوان) راته مهم دي. فکر وکړئ: يو افغان وايي زما يې پرې څه که په زرنګار پارک کې ونه ووهل شي؟ دونو همداسې وهل کېدل او ورکېدل د تنفسي ناروغيو لامل ګرځي او دهمدې افغان بچی يا وژني ياښايي په ډيرو پيسو ورغول شي ، داګټه او تاوان وسنجوئ ! او په دې اړه په ملي اخلاقو کې يوه برخه ورزياته کړئ. د وګړيو له خوادملي اخلاقوپر بنسټ خپل مکلفيتونه په پام کې ساتل ټول ولس سمې لارې ته وربرابروي او دټوليز التزام علمي بنسټ جوړوي . هر څه زما لپاره ، ځکه نو هر څه دافغانستان لپاره! او داد دې لپاره چې ( زه) يعنې افغانستان او (افغانستان) يعنې زه.
زه دافغانستان لپاره ؟ که افغانستان زما لپاره؟
په عادي شرايطو کې هېوادونه دخپلو اوسېدونکو او اوسېدونکي د خپلوهېوادونو په وړاندې حقوق او مکلفيتونه لري ، خو په کړکېچنو حالاتو کې ددغو حقونو او او مکلفيتونو په انډول کې توپير راځي ، افغانستان اوس نشي کولای د هر افغان لپاره دژوند هغه شرايط چمتو کړي چې سويس يې يوه سويسي ته ورکولای شي، خو ددې په بدل کې هغومره هڅې چې يو سويسي يې بايد دخپل هېواد لپاره وکړي موږ افغانان مکلف يو ،چې دهغو څو چنده دافغانستان لپاره وکړو. يوه ناسمه تمه چې موږ يې لرو هغه داده ، چې ډېر ځله په دې فکر کوو ، چې افغانستان موږ ته څه راکولای شي ؟ په دې کې بايد بدلون راولو او په دې فکر وکړو ، چې موږ افغانستان ته څه ورکولای شو؟ موږ بايد افغانستان ته ډير څه ورکړو ، ډېر څه ورته وکړو ، هله به دا هېواد ددې وړ شي ،چې زموږ بچو ته يو څه ورکړلای شي.
افغانستان وينه نه ،خولې غواړي!
دجګړې يو شوم ميراث داشعار دی: موږ حاضر يو چې د دې او هغه لپاره خپله وينه وبهوو!
ولې؟
افغانستان تر وينې زيات خولو تويولو ته اړتيا لري( دا نه هيروو، چې په هر تاريخي پړاو کې دهغو مېړنيو افغانانو درناوی او قدر پکار دی ، چې د هېواد دخپلواکۍ ، عقيدوي او ملي ارزښتونو دساتلولپاره يې ريښتينې قربانۍ ورکړي دي) ،خو ايا کله مو پر دې فکر کړی ،چې بايد دخپل هېواد لپاره خولې هم وبهوو؟ په اوسني بشرپاله او پرمختللي نړيوال شعور کې د خولو ارزښت تر وينو ډير دی ، خولې تويول د انساني ژوند د لاپسې ښه والي مانا لري او دوينو تويول د تاوتريخوالي او مصيبت نښه ده. که دپرمختګ لپاره خولې ونه بهوو ، نو ټول عمر به په وينو بهوولو کې پاتې شو.
يو بدلون چې موږ يې ښايي دخپل هېوادپاله ټوليز شعور په بنسټ کې راولو هغه دوينې تويولو پرځای دخولو تويولو هوډ دی.
دا بدلونونه رهبري غواړي :
هر ملي ـ ټولنيزاو سياسي خوځښت ،چې غواړي دافغان او افغانستان دښېګڼې لپاره څه وکړي ، ښايي دداسې بدلونونو د پېژند او رهبرۍ لپاره اغېزمن ، علمي مېکانيزمونه رامنځته او عملي کړي. موږ که دهر افغان په شعور او ذهن کې داسې بدلون راوست نو افغانستان به مو دتل لپاره له ترخو او بدو بدلونونو څخه ژغورلی وي.