((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي

((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی

دومره غوسه دی

        چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي

دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی

پاڼې پاڼې  (( کاپیتال)) اړوي

دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي

                             یو دبل وینو ته دتندې په سیاست لګیا دي

د((سیدجمال)) په ورکې مېنې پسې ستړيو خلکو

دهغه ټوله وینا ومینځله

یوازې یو ټکی د (مرګ) په کې روښانه پاتې

او ((ماووڅونګ)) لکه دلوی ښامار وړوکی چینجی

لاهم دڅو (روښانفکرانو) په مغزو کې ښوري

له ((قم)) نه هره ورځ راځي د ( ماتمونو سیاست)

او د ((قطبینو)) مریدان لادجګړو په ارږميو ستړي.

موږ دتاریخ د خونړیو کوڅو ورک لاروي

چې ((نن)) مو هېره او ((سبا)) مو په ډبرو ویشتې

لاهم د((خړو څڼورو)) ((پینځه ګون)) ته لاس د سوال نیولی

او یا لګیایو (( کله دارو )) باندې غرونه او سیندونه پلورو.

تاریخ شاهد دی

او په موږ پورې ملنډې وهي.

 

۱۳۸۹ کب ۲۴