باد له کړکۍ سره
راوڅرخید
، اتڼ یې وکړ
اوډیوه ورپیده
لوګی
کړۍ کړۍ په ملا راتاو شو
یو سیوری وښورید
غمجن سر يې راپورته نکړ
سیوري کوم څه ورک کړي
***
نن شپه سپوږمې
دسپینو وریځو په پاسته پالنګ کې خوب وړې ده
او دغره خواته
یوه ښکلې ده لا ویښه ناسته
دیوه ورک سیوري لپاره ژاړي
یوه رڼه اوښکه راڅاڅي
د یوه ورک سیوري پر هغه تصویر
چې لا هم خاندي غوندې
***
باد او باران
دواړو ته ګوري
او ددوی پر بې وزلۍ ژاړي
سپوږمۍ ددواړو نامراده مینه خوب کې ویني
خو...
دغه په خوب تللي بې غمه خلک
دداسې شپې له دومره ډیرو غمو
څه خبر دي؟
۱۳۹۰/دمني دولسمه